دشیکاګوغونډه او په باب یی مختلف غبرګونونه
رحمت اله روان رحمت اله روان

 

د ناټو سرمشريزه غونډه دجاری ۲۰۱۲ م کال دمی دمیاشتی په ۲۰ نیټه د ۶۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د مشرانو په ګډون په شیکا ګو کی پيل شوه او د می دمیاشتی په ۲۱ نیټه امريکا پر وخت  مازيګر پاى ته ورسېده د دې غونډې په لومړۍ ورځ د ناټو سازمان په اړه خبرې وشوې، خو په دويمه ورځ دا غونډه د افغانستان موضوع ته ځانګړې شوې وه، چې په کې د ناټو سازمان اړوند د ۲۸ غړو هېوادونو او ۳۰ غير ناټو هېوادونو ولسمشرانو او لومړي وزيرانو په کې برخه اخيستې وه پریکړه وشوه چې ناټو به د ۲۰۱۳ کال تر نیمایي پورې د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپاری او د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به له افغانستان څخه خپل ټول جنگي ځواکونه راوباسي .

په شیکاگو کې د ناټو غړو هیوادونو یو ځل بیا وویل چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو تر وتلو وروسته به افغانستان یوازې پرې نه ښودل شي،  دناټو منشی دشیګاګو دغونډی په جریان کی وویل چی نن موږ یو ځل بیا خپل تهعد تازه کړ چې په راتلونکو کلونو کې د افغان ځواکونو له روزنې، تجهیز، تمویل او د هغوی د مهارتونو له لوړولو څخه ملاتړ وکړو د غوڼدې په پای کې د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن، یوه خبري کنفرانس ته وویل چې په دې غوڼده کې پریکړه وشوه چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به ناټو د افغان امنیتي ځواکونو تمویل، روزنه او له هغوی سره همکاري ته دوام ورکړي،نوموړی داهم وویل چی تمه کیږي چې په روان کال کې به د افغان امنیتي ځواکونو شمیر ۳۵۲۰۰۰ ته ورسیږي او تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې د ۱۳۰۰۰۰ بهرنیو ځواکونو ځای ډک کړي. راسموسن وویل چې تر څو کلونو وروسته به د افغانستان امنیتي شرایط ښه شي او له همدې کبله کیدای شي چې د افغان امنیتي ځواکونو شمیره یو څه راټيته شي. متحده ایالاتو د افغان امنیتي ځواکونو د کلنیو لگښتونو د نیمايي برخې تمویل پر غاړه اخیستې ده او پاتې برخه ئې باید د ناټو نور غړي پر غاړه واخلي راسموسن زیاته کړه چې افغان حکومت د دغو مرستو د ترلاسه کولو به مقابل کې یو شمیر ژمنې کړي دي چې پکښې د دیموکراتیکې ټولنې رامنځ ته کول، له اداري فساد سره مبارزه کول او له بشري حقونو څخه ملاتړ شامل دي،د راسموسن په خبره ناټو د افغان امنیتي ځواکونو د لگښتونو په پوره کولو کې له کومې ستونزې سره مخامخ نه ده. د هغه په وینا که څه هم د شیکاگو د غونډې هدف دا نه وو چې د ناټو غړي هیوادونه له افغان ځواکونو سره د خپلې مرستې اندازه مشخصه کړي، خو بیا هم یو شمیر هیوادونو د خپلو مرستو اندازه اعلان کړه، ولی دغونډی دبرخه والو له نظره داسی معلومیږي چی د ناټو مشرانو(( له افغانستان سره خپلې پوځي او اقتصادي مرستې د افغانستان په دولت کې د فساد له مخنیوي، ښې حکومتولۍ، د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو له رعایتولو او د شفاف انتخاباتي سیستم له رامنځته کولو سره غوټه کړي دي)) .

په دې غونډه کې دامریکا ولسمش باراک اوباما وویل چې دا چې په دې غونډه کې د ډیرو هیواونو استازو گډون کړی دئ د دې خبرې څرگندويي کوي چې د افغانستان عملیات یو نړیوال عملیات دي. هغه زیاته کړه چې دوه کاله مخکې د لیزبون په غونډه کې په افغانستان کې د امنیت د لیږد د بهیر د پلې کیدو پر سر پریکړه وشوه. د اوباما په خبره په تیرو دوه کلونو کې په دې برخه کې ډیر پرمختگ شوی دئ. اوباما هم له افغانستان سره د خپل هیواد او ناټو پر اوږد مهاله همکاریو باندې ټینگار وکړ هغه وویل افغانان به یوازې پری نه ښودل شي. نن موږ تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د ناټو پر اوږد مهاله همکارۍ سره موافقه وکړه. په دې کې له افغان امنیتئ ځواکونو څخه ملاتړ کولو هم شامل دي، بارک اوباما وویل د ستراتیژیکو همکاریو موافقه، چې ولسمشر کرزي او ما په کابل کې لاسلیک کړه، دا تضمینوي چې د افغانانو له خوا د مسوولیتونو له ترلاسه کولو سره سره به دوی یوازې پرې نه ښودل شي. نن موږ له ۲۰۱۴ وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په شمول له افغانستان سره د ناټو د اوږدې مودې موافقه کوو،دامریکا متحده ایالاتو ولسمشر اوباما دشیګاګو دغونډی په لمړی ورځ دا هم وویل  چې د متحده ایالاتو او ملاتړو پر وړاندې ئې لا هم سختې ورځې پرتې دي. هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د انسانانو وژنه دوام لري او په راتلونکې کې لا سختې ورځې پر مخ کی پرتې دي.

 ولسمشر بارک اوباما د دغه دوه ورځني کنفرانس په پاى کې د خپلې وينا پر مهال دغه کنفرانس بريالى وباله هغه دافغانستان په اړه وویل چی دوی نه غواړی په افغانستان کی په دائیمی توګه پاتی شې چی دائمی پاتی کیدل دافغانانو او مونږ لپاره په ګټه نه دې  نوموړي وويل، چې افغان ځواکونو ته د امنيت د چارو له سپارلو سره دې ته زمينه برابرېږي چې امريکايي ځواکونه له دغه هېواد څخه ووځي،هغه داهم وویل چی، وروسته له هغه چې په ۲۰۱۴ کال کې ناټو له افغانستان څخه ووخي، امريکا به افغانستان او افغانان يواځې نه پرېږدي

 د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس ښاغلی حامد کرزی د يوې هر اړخيزې وينا په ترڅ کې د تروريزم پرخلاف د مبارزې ، د سرا سري سولې د  ټینګښت او د امنيتي مسوو ليت د ليږد ونې د پرو ګرا مو نو د بشپړولو د ارزښت په اړوند د افغا نستان د ملت نظريې طرحه کړې او په بيلا بيلو برخو کې يې د افغا نستان د پراختيا او پرمختګ په کار کې د نړيوالې ټولنې د مرستو له ا مله مننه وکړه او په تيرو لسو کلو نو کې يې د افغا نستان د ملت برياليتو بو نه د نړيوالې ټولنې د مرستو زيږنده وبلل د هيواد جمهور رئيس په دې وينا کې د افغا نستان د خلکو دردو نو ، کړاو نو او مصيبتو نو ته اشاره و کړه او وي ويل چې د تروريزم پرخلاف جګړه کې نيمګړ تياوي شته بايد دغه نيمګړ تياوي او تير وتنې لري کړى شي او د دې پرځاى چې جګړه په ترورستي ځالو متمرکزه شوى واى د افغا نستان په کليو بريدو نه وشول جمهور رئيس په ټينګار سره وويل، د تروريزم پرخلاف جګړې څخه څه دپاسه يوه لسيزه تيريږي خولا تر اوسه پورې تروريزم دي و جدى ګواښ په تو ګه طرحه دى او افراطيت د ودې په حال کې دى حامد کرزي د ودې په حال کې تروريزم نه يوازې افغا نستان او پاکستان ته ګواښ وباله بلکې هغه يې د سيمې او نړۍ د امنيت لپاره ګواښ و باله ،حامد کرزي د مسوليتونو دليږدونې د بهير برياليتو ب د ناټو د غړو هيوادونو او د افغا نستان د نورو متحدينو په دايمي همکاريو او ملاتړپورې اړوندوباله اووي ويل د امنيتي ځواکونو په روزنه ،سمبالولو اود ظرفيتو نو په لوړولو کې په ځانګړى تو ګه ملا تړ د کورنيو او بهرنيو ګوا ښونو په وړا ندى د افغا نستان د دفاع په خاطر د هيواد د دفاعى وړ تياو د ودې لپاره مهم کار دى حامد کرزي دغه راز طرحه کړه چې افغا نستان د ناټو له غړو هيوادونو او له خپلو نورو متحدينو څخه هيله لري چې د امنیتي ځوا کونو د روزنې اوسمبالولو،دلوژستيکى او استخباراتي ظرفيتو نو دپيا وړ تيا او په ډول ډول مدرنو الو تکو او تجهيزا تو د افغان  هوايي ځواکونو د سمبالولو چې د افغا نستان فضا يي حريم خوندي کړاي شي د زمينې برا بر ولو ته پا ملرنه و کړي د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس له ځينو هيوادو نو سره د اوږدمهالو همکاريو لاسليک شوي موافقه ليکو نه د افغانستان اود نړۍ د هيوادو نو ترمنځ اړيکو کې نوى فصل و باله او څرګنده يې کړه چې دغه موافقه ليکونه د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ لاسليک شوي دي او نورو هيوادو نو ته هيڅ راز ګواښ نه متوجه کوي جمهور رئيس په دې وينا کې د دولت له وسله والو مخالفينو سره د سولى اوخبرو په باب اړيکې ونيولې اودا کار يې په افغا نستان کې د دايمي سولى او ثبات د تا مينولو يواځينۍ لاره وبلله او وي ويل موږ  طالبان او نوري مخالفې ډلې سو لى ته راوبللې او له هغوى څخه مو وغوښتل چې له ترورستې شبکو څخه اړيکې وشلوي ، د افغا نستان اساسي قا نون ومني او د لس کلنو ارزښتونو او برياليتوبونو د ساتنې په خا طر دى له تا وتريخوالى څخه لاس وا خلى جمهور رئيس دخبرو ميز ته د مخالفينو په راهڅولو کې له هغوى سره د خبرو  دبهير په ګړندي کولو کې دپا کستان رول کليدي و باله.

افغان ولسمشر حامد کرزي، د دوشنبې په ورځ وویل(( چې طالبان نه شي کولای یو ځل بیا د افغانستان کنترول تر لاسه کړي ولسمشر کرزي دا خبره د شیکاګو د غونډې به څنډه کې له سی،ن،ن تلویزیون سره په یوه مرکه کړی دی ولسمشر کرزي وویل:هغوی (طالبان) کولای شي چې بریدونه په لاره واچوي، د سړک د غاړې بمونه ځای پر ځای کړي او یا هم ځانمرګي بریدونه تر سره کړي. خو هغوی نه شي کولای چې د هیواد کنترول په لاس کې ونیسي او یو ځل بیا ئې شا ته بوځي )) حامد کرزي وویل: چی افغانستان پر مختگ کړی دئ. افغانستان کولای شي چې له خپل ځان څخه ساتنه وکړي. افغانان به اجازه ور نه کړي چې شوي پر مختگونه له گواښ سره مخامخ شي،کله چې له ولسمشر کرزي څخه وپوښتل شول چې ایا حکومت به ئې له طالبانو سره خبرو اترو ته دوام ورکړي او که نه، هغه وویل: ((موږ د سولې د پلان پر سر له اوږدې مودې راهیسي ډیر سخت کار کړی دئ. موږ له طالبانو سره د سولې بهیر ته دوام ورکړو... دا هغه څه دي چې د افغانستان خلک ئې غواړي او موږ ئې پر وړاندې مسئولیت لرو))ولسمشر کرزي په دې مرکه کې وویل چې پاکستان او امریکا لا تر اوسه پورې د پولې د پرانیستلو پر سر له یو بل سره موافقې ته نه دي رسیدلي. کرزي زیاته کړه چې دواړه هیوادونه د پاکستان له پولې څخه د هر تیریدونکي موټر په مقابل کې د فیس د اندازې په موضوع کې د نظر اختلاف لری د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم ویلي دي چې پاکستان د ناټو د هرې لارې په مقابل کې د ۵۰۰۰ ډالرو غوښتنه کړې ده چې دغه پیسي د پخواني فیس په پرتله چې یوازې ۲۵۰ ډالره وو ډیرې زیاتې دي ځکه نو دپاکستان د دغو ښتنی په مقابل کی امریکا موافقه نه ده شو دلي ..

 طالبانو د ناټو د شیکاګو د سرمشریزې غونډی په اعلامیه کې خپاره شوي مطالب تکراري او لویدیځوروزونکو پاتی کیدا دیرغل ددوام په مانا او دنه منلو وړ بللی ده ،طالبان وايي چې د حل اساسي لار دا ده چې ټول بهرني عسکر له افغانستانه ژر تر ژره ووځي او افغانان پرېږدي چې په خپله پرېکړه وکړي طالبانو په خپله خبرپاڼه کې په دې خواشیني څرګنده کړې چې د شیکاګو په سرمشریزه کې نه د امریکايي ځواکونو په چاپو کې د ملکیانو د وژنو یادونه شوې او نه هم په دولت کې فساد ته اشاره شوې ده.

کتونکي وايي چې د ناټو دا پرېکړه د افغانستان دوو ګاونډیو، ایران او پاکستان، ته زغرد پیغام و چې افغانستان دوی ته په میدان نه پرېږدي د ناټو له خوا د افغانستان د خلکو او حکومت پر وړاندې د مالي او اوږد مهالو همکاریو ژمنې ستایي او وایي چې دا د افغانستان د خلکو له پاره یو مثبت پیغام دئ ، ولی د افغانستان د پوځي چارو ځینی کارپوه هان دشیکاګو دغونډی په باب ویشل شوی نظریات لری ځینی یی  په شیکاګو کې د ناټو کنفرانس یوه « ننداره» ګني وایي چې ناټو له دې نندارې سره غواړي داسې ښکاره کړي چې ګواکې رښتیا هم په افغانستان کې پخپل ماموریت کې بریالۍ شوې ده افغان حکومت او نړیوال ځواکونه دواړه په افغانستان کې د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلي دي دا چی ناټو د ۲۰۱۳ کال په نیمایي کې ټول امنیتي مسئولیتونه افغانانو ته سپاری، دا له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو  په وتلو کې د بیړې معنی لري هغوی وایی دا یوه ننداره ده چې نړیوالې ټولنې د وخت او زمان له غوښتنی سره سمه په لاره اچولې ده  د افغان امینتي ځواکونو د اوسني «پوځي روزنې او تجهیراتو» په پام کې نیولو سره هغوی د دې توان نه لري چې وروسته له ۲۰۱۴ کال څخه په یوازيتوب سره د خپل هیواد امنیت خوندي وساتي د ناټو غړي هیوادونه د خپلو ټولنو تر فشارونو لاندې دي او له همدې کبله له افغانستان څخه وځي،ناټو د خپلو مجبوریتونو له مخې له افغانستان څخه د وتلو پریکړه کړې ده نه د افغانستان د شرایطو په پام کې نیولو سره: ((دا تصیم په اصل کې له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستلو پریکړه ده او دغه پریکړه د لویدیځو هیوادونو د سیاسي او اقتصادې مشورې پر اساس نیول شوې ده نه د افغانستان د واقعیتونو په پام کې نیولو سره. دا پریکړه په داسې وخت کې نیول کیږي چې طالبانو په ستراتيژیک ډول ماتې نه ده خوړلې))د افغانستان امینتي ځواکونه اوس مهال ډیرې تشې او ستونزې لري د افغان امنيتي ځواکونو په لیکو کې د بیسوادۍ کچه دیره لوړه ، بله لویه ستونزه د افغانستان په ملي پوځ کې د «دښمن نفوذ دﺉ» کوم کسان چې ملي اردو او ملي پولیسو ته جذبیږي له پوره امنیتی تصفیې څخه نه تیریږي او له همدې کبله ښایي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د امنیت په ساتلو کې له ستونزو سره مخامخ شي  برعکس د افغانستان ملي شورا په شیکاګو کنفرانس کې د ناټو د هغې پړېکړې هر کلی کړی، چې ۲۰۱۳ کال په منځ کې به د ټول افغانستان امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي ځینې ولسي استازي دارنګه له حکومته غوښتنه کوي، چې له ۲۰۱۴کال وروسته دې د نړیوالې ټولنې د مرستو په مصرف کې احتیاط وکړي د افغانستان د ملي شورا د دواړ جرګو  د شیکاګو د کنفرانس پرېکړې د دغه هېواد د راتلونکې په اړه ګټورې وبللې

د فرانسې د خبري اژانس په وینا ددې لپاره افغانستان په کلني ډول څلور اعشاریه یو ملیارد ډالرو ته په داسې وخت کې اړتیا لري چې اکثره لوېدیځ هېوادونه له مالي او اقتصادي ستونزو سره لا س او ګریوان دي د امنیتي مسووليتونو د انتقال د کمیسيون مشر ډاکټر اشرف غني احمد زي فرانس پریس اژانس ته ویلي چی تیر کال د افغان امنیتي ځواکونو لګښت ۶ ملیارده ډالر وو په داسې حال کې چې د افغانستان عايد یوازې یو اعشاریه ۷ ملیاردوډالرؤ نوموړی داهم ویلی دی چی دافغان ځواکونو مالی ملاتړ په اصل کی دنړیوال آمنیت په برخه کی پانګونه ده. خو د ولسمشر باراک اوباما او د ناټو د مشرانو مخته په دې برخه کی پروت خنډ خپل ولسونه په دې قانع کول دي چې د افغانستان جګړه په دغو سترو لګښتونو ارزي ،په همدې حال کې د پولنډ ولسمشر د روانې اوونۍ په سر کې ویلی ؤ هغه هېوادونه به چې له افغانستان سره مالي مرسته کوي په دې اړه چې مرستې يې په امنیتي او یا ملکي برخه کې مصرف شي له سختو  پریکړو سره مخامخ وي د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جاوېد لودین وايي لوېدیځ قدرتونه چې کله له افغانستان سره د خپلو مالي مرستو اندازه ټاکي نو دا بايد په پام کې ونیسي چې په دغه سیمه کې فعال تروریزم د  ټولې نړۍ لپاره ګواښ دی،لودین همداراز ویلي دی(( چی  دا خیرات نه دی چې افغانستان به يې اخلي بلکې هېواد يې دا مهال  او په راتلونکې کې به هم له تروریزم سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې واقع دی))نوموړي ویلي دی تروریزم په افغانستان کې نه دی پېدا شوی بلکه دې هېواد ته له پولو اغاړه څخه راوړل شوی چې د لوېدیځ د خلکو په شان افغانان يې قربانیان دي .پای .


May 23rd, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات